د هند په چتیسګر ایالت کې د ځنګلونو ادارې چارواکو د اودانتي-سیتانادي د پړانګانو په خوندي سیمه کې د مصنوعي ځيرکتيا پر بنسټ د څارنې یو نوی سیستم ازمویل پیل کړي دي. دا سیستم د څارویو د حرکت او د ناقانونه ښکار د پېښو پر مهال سملاسي د واټساپ له لارې خبرداری استوي.
د چارواکو په وینا، دغه کمرې له ۷۰ تر ۸۰ فټه لوړو برجونو باندې نصب شوې دي، ترڅو د هاتیانو، پړانګانو او نورو ځنګلي ژویو د څارنې ترڅنګ د غیرقانوني ښکاریانو، د لرګیو د قاچاق وړونکو او یرغلګرو مخه ونیسي.
د اودانتي-سیتانادي د خوندي سیمې مدیر وارون جین وویل چې دا ازمایښتي پروژه د اوډېشا له پولې سره نږدې په پنځو ځنګلي سیمو لکه کلهاديګاټ، اینداګاون، ریسګاون، سویلي اودانتي او پایاليخاند شمالي اودانتي کې پلي شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سیمې ګڼ ځنګلونه لري او د ژوو د تګ راتګ مهمې لارې دي، خو ورته مهال د قاچاق او ناقانونه کړنو له ګواښ سره مخ دي. څرنګه چې په لرو پرتو برخو کې عادي مخابراتي شبکې نشته، نو یو بېسیم نښلوونکی سیستم جوړېږي ترڅو د ۱۵ تر ۲۰ کیلومتره لیرې پرتو پوستو ته د انټرنیټ له لارې د ۲۴ ساعته څارنې اسانتیا برابره کړي.
دغه هڅې وروسته له هغه ګړندۍ شوې دي چې د هند د مرکزي پولیسو ګډو عملیاتو په دې ځنګلونو کې د ماویستي وسلهوالو له امله رامنځته شوې ستونزې راکمې کړې او دولتي چارواکو ته یې د لاسرسي لار هواره کړه.
سرچینه: هندوستان ټایمز
🌐