Category: افغانستان

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې په اوو ولایتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د راپورونو له مخې، په میدان وردګ ولایت کې یو کس مړ او په غزني کې بل کس ټپي شوی دی. دغو سېلابونو د کاپیسا، میدان وردګ، غزني، خوست، پکتیا، لغمان او نورستان ولایتونو ځینې برخې سختې ځپلې دي. په نورستان ولایت کې دري شپېته کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او سل او پنځلس نور کورونه زیانمن شوي دي. د استوګنې د کورونو سربېره، عامه تاسیساتو ته هم زیان رسېدلی دی. په دې طبیعي پېښه کې یو روغتیایي کلینیک، د اوبو شپږ څاګانې، دوه کیلومتره سړک، د برېښنا یوه شبکه او پنځه پلونه هم ویجاړ شوي دي. #سېلابونه #افغانستان #نورستان 🌐

Read More
Loading