Category: خبرونه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان له وروستیو هوایی بریدونو وروسته یې سیمې ته بیړنۍ طبي مرستې استولې دي. دغه بنسټ ټینګار کوی چې د دې ګام موخه د پیښې ټپیانو ته ژر تر ژره رسیدګی ده.د راپورونو له مخې، دا روغتیایی مرستې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار، څمکنیو ولسوالۍ او یو شمیر نورو روغتیایی مرکزونو په سیمه ییزو روغتونونو کې ویشل شوې دي. دا ګام د ټپیانو د ژوند ژغورلو لپاره خورا اړین بلل شوی دی.دا غبرګون په داسې حال کې مخې ته راځي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان د دغو هوایی بریدونو په پایله کې لږ تر لږه اته ویشت ملکی وګړی وژل شوی او نهه څلویښت نور چې ښځې او ماشومان هم په کې دی، ټپیان شوی دی.#پکتیا #پاکستان #افغانستان #مرستې #روغتون🌐

د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان له وروستیو هوایی...

Read More
Loading

Thank you for your trust

Total visitors for 24 hours: 64,413

Total visitors for 7 days: 374,367

Total visitors for last month: 1,742,517