په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د یوې قطري وزیرې څرګندونو ته په ځواب کې خبرداری ورکړ چې اقتصادي همکارۍ باید د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو پر یوې لارې بدلې نه شي.

ښاغلي فایق د سه‌شنبې په شپه، د تلې په ۲۸مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي او ټینګار یې کړی چې اقتصادي پراختیا باید د واکمنې ډلې د ځواک د پیاوړتیا لامل نه شي. هغه وویل: "د افغانستان اقتصادي بیا رغونه د دې هېواد د خلکو له بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو له حقونو څخه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لاهم له سیستماتیک تبعیض او محرومیت سره مخ دي، نه شي جلا کېدای."

دغه افغان دیپلومات زیاته کړه، په داسې حال کې چې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرستې باید دوام ومومي، خو پایښت لرونکی اقتصادي ثبات د افغانانو په مشرۍ یو معتبر او ټول شموله سیاسي بهیر ته اړتیا لري. د هغه په وینا، دا بهیر باید د یو مشروع او ځواب ویونکي حکومت د جوړېدو لامل شي چې د خلکو د ارادې او د افغانستان د نړیوالو ژمنو پر بنسټ جوړ شوی وي.

دا غبرګون وروسته له هغه راځي چې د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند، په دوحه کې په یوه غونډه کې له بشردوستانه ځواب څخه د افغانستان د اقتصادي بیارغونې ملاتړ ته د لېږد غوښتنه کړې وه. قطري وزیرې د اوږدمهاله ثبات د ټینګښت لپاره د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا او نړیوالو همکاریو ټینګار کړی و.

ښاغلي فایق زیاته کړه: "افغان مېرمنې او د افغانستان خلک یوازې له اقتصادي ژمنو څخه د ډېر څه مستحق دي. هغوی د ازادۍ، انساني کرامت، عدالت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د اغېزمن غږ لرلو مستحق دي."

قطر پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دې ډلې سره پراخې اړیکې لري او ډېری وخت یې د طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول لوبولی دی.

سرچینه: ایکس ټولنیزه شبکه

🌐

Author