د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي او د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي ریچارد بنت د طالبانو نوې جزايي اصولنامه د بشري حقونو خلاف بللې ده. لیندسي وویل چې په افغانستان کې سوله یوازې د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي راتلای شي.
دا غبرګونونه وروسته له هغه څرګند شول چې طالبانو یو نوی سند خپور کړ چې پکې بدني سزاګانې او حتی غلامي په رسمیت پیژندل شوې ده. د بشري حقونو ادارې وایي دا سند د مخالفینو او اقلیتونو د ځپلو لپاره زمینه برابروي.
ریچارد بنت هم اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا فرمانونه د ارزونې لاندې دي خو محتوا یې ډیره د اندیښنې وړ ده. نړیواله ټولنه ویره لري چې دا قوانین به افغانستان نور هم له نړۍ ګوښه کړي.