"زاویه نیوز" رسنۍ داسې انځورونه خپاره کړي چې ښیي یو شمېر طالبان په یوه دولتي اداره کې پر رسمي چوکیو استراحت کوي. دې انځورونو یو ځل بیا د دولتي امکاناتو څخه د طالبانو د استفادې څرنګوالي ته پام اړولی دی.

د دې انځورونو د اخیستلو دقیق وخت او ځای او د شته کسانو هویت معلوم نه دی. خو دا انځورونه په داسې حال کې خپریږي چې دولتي ادارو ته ځینې مراجعین د طالب کارکوونکو د کاري څرنګوالي څخه شکایت کوي.

د دغو مراجعینو په وینا، یو شمېر کارکوونکي او چارواکي په رسمي کاري ساعتونو کې په ګرځنده تلیفونونو بوخت، استراحت یا ویده وي. دې وضعیت د خلکو د کارونو په اجرا کې سستي راوستې او هغوی یې ساعتونو انتظار ته اړ کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول راپورونه خپریږي. تر دې مخکې، افغانستان انټرنیشنل په کابل کې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې یو شمېر طالبان د بهرنیو چارو وزارت په خونو او رسمي سالونونو کې د خوب او استراحت لپاره کار اخلي.

د هغه راپور له مخې، ځینو کورنیو او بهرنیو مېلمنو چې د ډیپلوماټیکو لیدنو لپاره دې وزارت ته تللي وو، د اداري میزونو لاندې او د لیدنو په سالونونو کې ویده کسان لیدلي وو.

پخوانیو راپورونو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راپارولي وو او کاروونکو د طالبانو په ادارو کې پر کاري وضعیت او له دولتي امکاناتو څخه پر استفادې نیوکې کړې وې. طالبانو تر اوسه د نویو خپرو شویو انځورونو په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: زاویه نیوز، افغانستان انټرنشنل

🌐

Author