Category: خبرونه

د ګډو ګټو هیوادونو سرمنشي سرګي لبدیف وايي چې له سیمه ییزو بهیرونو څخه د افغانستان منزوي کول یوه بې پایلې لار ده. هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت سره د اړیکو ساتل او د مخنیوي ستراتیژیو کارول د سیمې د ثبات لپاره خورا اړین دي.د هغه په وینا په سیمه کې د امنیت او ثبات ټینګښت په اقتصادي او ترانزیتي پروژو کې د افغانستان له ګډون پرته شونې نه ده. د دې سازمان غړي هیوادونه د طالبانو حکومت له چارواکو سره عملي خبرې اترې کوي او هغوی د داعش پر وړاندې مبارزې ته هڅوي.له دې سیمه ییزو تعاملاتو سره سره ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.#افغانستان #روسیه #طالبان #سیمه🌐

Read More
Loading

Thank you for your trust

Total visitors for 24 hours: 85,418

Total visitors for 7 days: 418,379

Total visitors for last month: 1,742,517